ایکنا نیوز د ملتونو د ټولنې او کلتور ویب پاڼې له قوله راپور راکوي،د حاجي پیاده یا ۹ گنبسئ په اړه د مسجد تاریخچې او پخوانۍ د شته ؤ تاریخي اسنادو پر بنسټ،دا مسجد د زرتشتیانو او بوداییانو له پاتې شوو ودانیو څخه دی. دا مسجد لومړنۍ زېږدیزې په نومبر کې او د سامانیانو په وخت کې جوړ شوی دی. تر هغه چې عربانو په بلخ برید وکړ، د ۹ گنبدو اوسنئ مسجد، په حقیقت کې د زرتشتیانو آتشکده وه.
همدارنګه بوداییانو له دغې ودانۍ څخه د معبد یا عبادت ځای په توګه استفاده کړې وه. د دغه معبد نوم هم «نوبهار» ؤ او د بوداییانو او زرتشتیانو لپاره یو ډېر مقدس ځای ګڼل کېده.
خو بلخ ته د اسلام له واریدیدا وروسته، دا آتشکده یا معبد، د مسلمانانو په مسجد او عبادت ځای باندې بدل شو. نوم ئې ۹ گنبد هم د دغه جومات د ۹ لویو گنبسیو په وجه پرې کیښودل شوی دی.
حاجي پیاده؛ د مسلمانانو لومړنی مسجد په افغانستان کې
د مسجد ۹ گنبد بهرني معماري
مسجد ۹ گنبد یا د جاجی پیاده جومات ، د افغانستان په لرغونو آثارو کې له تر ټولو ښکلو او په زړه پورې معماريو څخه یو دی. په داسې ډول چې کولای شي مخې ته یې ودرېږي او کلونه کلونه تاریخ، رنګ او دودونه له نظر څخه تېر کړي.
که څه هم نن سبا د دې جومات ښکلې معماري تر ډېره حده برخه له مینځه تللې ده. خو د هنر روح، مهارت او توانمندی لا هم په دې پاتې کنډوالو کې ښکاره ده.
حاجي پیاده؛ د مسلمانانو لومړنی مسجد په افغانستان کې
د مسجد ۹ گنبدونه پر شپږو لویو بنسټونو کې ځای پر ځای وو. په حال کې د گنبدو څخه هیڅ اثر نه دی پاتې، خو له هغو شپږو بنسټونو څخه څلور بنسټونه لا هم پاتې دي.
په دې پخواني معبد کې کابو ۳۰۰ کوچنۍ کوټې شته وې. دا کوچنۍ خونې د بودایي دود ښوونه او زده کړې لپاره ګټه ورڅخه اخیستل کېدله. همدارنګه د هغې لارې د مسافرینو د لنډمهاله پاتیکیدا لپاره هم ترې ګټه اخیستل کېده. سربېره پر دې، مذهبي مراسم هم په دې کوټو او حجرو کې ترسره کیدل.
د دې ودانۍ ښکلې تزئینات او ګچ کارۍ ډیر د لیدو دي.
حاجي پیاده؛ د مسلمانانو لومړنی مسجد په افغانستان کې
مسجد ۹ گنبد، ښکلی لکه مسجد الحمراء
یو مشهور ټوریسټ ، ابن بطوطه، نهه گنبد مسجد د ښکله له پلوه د اسپانیا د ګرناډه ښار مسجد الحمراءته ورته ګڼي. د دې ودانۍ په زړه پورې معماري او د جوړولو د پخواني او دوديز سبښت ډېر د لیدو دی. خوشبختانه د دې مسجد د ترمیم او بیا جوړولو لپاره لازمې هڅې هم کیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4309127